په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د تولید تر ټولو لویې فابریکې د جوړولو ۷۰سلنه چارې بشپړې شوي دي. د عامې روغتیا چارواکو ویلي چې د دې فابریکې له فعالېدو سره به هېواد د درملو په برخه کې پر ځان بسیا شي او د غیر معیاري درملو د وارېدېدو مخنیوی به هم وشي. د دغې فابریکې د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او د ۲۰۲۰ کال تر نيمايي به یې ټولې چارې بشپړې شي. د مسوولينو په خبره د (سنو فارما) په نوم دغه فابریکه به په نړیوال معیار درمل تولیدوي چې د کار ټول بهیر به یې د نړیوال روغتیايي سازمان لخوا څارل کېږي. د يادې فابریکې مشر، محمد سعید صدیق ویلي چې د درملو دغه فابریکه د ۷۱ افغان سوداګرو په ګډه ونډه جوړېږي چې په هېواد کې د ډېرو پانګه والو لومړنی سهامي شرکت دی. د مسوولینو په خبره، دغه فابریکه په ۲۷ جریبه ځمکه کې د نژدې ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي.