د غزني ولایت مقام وايي چې پېښه د کابل – کندهار پر لویه لار د زنخان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې نن سهار د غزني له دروازې سره نږدې یو ۳۰۳ ډوله موټر له باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی چې په پېښه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي. سرچینه وایي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی. چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده. کابل- کندهار لویه لار تل د ګڼو ترافیکي پېښو شاهده وي او لامل یې هم پر دغه لار د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لارې خرابوالی په ګوته شوی دی.





























