د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یوازې په تېرو دوو ورځو کې یې له فرانسې څخه د مانش کانال له لارې یاد هېواد ته وراوښتونکي ۱۰۲ کډوال نیولي دي. خبرپاڼه کاږي، په همدې ډول په تېرو څو ورځو کې د نیول شویو کډوالو شمېر تر دوه سوه اوښتی دی. د المان خبري اژانس د خبر له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۱۵ تنه یې نابالغ افراد دي. ډېریو نیول شویو ویلي چې له ایران څخه ورغلي او یو شمېر نورو بیا ویلي چې له افغانستان، پاکستان او عراق څخه دي. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده دغه کسان د دوبیلین قرارداد له مخې، بېرته فرانسې ته واستول شي. د یاد قرارداد پر بنسټ کډوال یوازې په هغه هېواد کې د پناه غوښتنې حق لري چې په لومړي ځل وراوښتي وي.





























