پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د امریکا د خونړۍ جګړې بله رسوايي؛ امریکايي پوځي: موږ ته ویل شوي وو چې د خلکو وژل او ویجاړۍ کول مو دنده ده

فبروري 9, 2020
in افغانستان
0 0

یوه امریکايي نظامي ویلي، دوی ته په افغانستان کې د جګړې پر مهال ویل شوي وو چې د ملکیانو په وژلو او د ورانیو په رامنځ ته کولو کې به صرفه نه کوي. امریکا نږدې شل کاله په افغانستان کې خونړۍ جګړه وکړه. امریکا د خپلې جګړې اصلي ماموریت د ترهګرو ختمول بولي، خو برعکس دلته د جګړې تر ټولو ستر پور عامو افغانانو پرې کړی دی. سره له دې چې نړیوالې او افغان رسنۍ په یوه خوله امریکا په افغانستان کې د ملکیانو پر وژنه تورنوي، خو اوس تازه د امریکايي پوځ خپلو غړو هم ویلي چې د امریکا کړنې په افغانستان کې له تېروتنې ډکې دي. دوی وايي، په امریکايي بریدونو کې په ښکاره توګه ملکي وګړي په نښه کېدل.

په وروستیو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوال سازمان راپور خپور کړ، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. دوی پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د ملکي وګړو ژوند او جګړې قوانینو ته جدي پاملرنه وکړي. د ملکي تلفاتو د لوړېدو یو لامل د هوایي بریدونو ډېروالی ښودل شوی و. په دغو راپورونو کې همدا راز د ډېرو ملکیانو د وژل کېدو پړه پر طالبانو اچول شوې وه، خو طالبانو بېرته په غبرګون کې وویل چې د امریکا هوایي بریدونه د ملکي مرګ ژوبلې اصلي لامل دي.

د امریکا د هوايي بریدونو پر وړاندې له کلونو راهیسې ولس لاریونونه کوي، شکایتونه کوي، د مدني فعالیتونو بنسټونه یې د درېدو غوښتنه کوي، خو لا هم دغه بریدونه نه دي درول شوي او په هغو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه ده راکمه شوې. امریکایان په دغو بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله تېروتنه بولي، خو تازه یوه امریکايي پوځي ویلي چې دا تېروتنه نه؛ بلکې بې پروايي او په ځينو مواردو کې قصدي کار دی.

د امریکا د هوایي پوځ پخوانی غړی برانډون بریانټ وایي، دوی ته ویل شوي وو چې د عامو خلکو وژل او ورانۍ رامنځ ته کول یې دنده ده. نوموړي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ ز کال پورې په افغانستان کې پوځي ماموریت درلود. هغه د بې پيلوټه الوتکې د کنټرول او هدایت مسوولیت درلود. په یوه هوايي برید کې د یوه ماشوم تر وژل کېدو وروسته یې له خپلې دندې استعفا ورکړه. د ده په خبره، ده احساس کړه چې قاتل دی او باید له دې کار نور لاس په سر شي. برانډون وايي: پر یوې ودانۍ چې زموږ هدف پکې و، د توغندي د ویشتلو شېبه کې ما ولیدل، چې له دروازې یې ماشوم راووت. د ویډیو له بیاکتو وروسته مې مشرانو ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل. راته وویل شول چې سپی و، پروا یې مه ساته».

برانډون په افغانستان کې د امریکا کړنې د نازیانو تر وژنو او قتل عام بدترې ګڼې او وایي، دوی ته ویل شوي وو چې د خلکو د وژلو پروا ونه کړي. د ده په خبره، د امریکا له هوايي ځواک سره د کار په شپږ کلنه موده کې یې  شخصاً ۱۳ کسان وژلي او ملګرو یې په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، نږدې ۱۶۵۰ اهداف په نښه کړي دي.

دی وایي، د دندې په لومړۍ ورځ یې په یوه سیمه کې دوه کسان په نښه کړل او پخپلو سترګو یې لیدل چې له دې دواړو د یوه پښې دواړه پرې شوې وې او د وینې د ضایع کېدو له امله یې سا ورکړه. دی وايي: «چې څنګه ګردونه هاخوا شول، د توغندي د لګیدو ځای کې دوه سړي پراته وو. یو هاخوا پروت و چې پښه یې له زنګانه پورته پرې وه. پښه یې نیولې وه،  وینې ترې روانې وې او په ارامه ارامه مړ شو. ما یې سیل کاوه».

دغه امریکايي پوځي وایي چې د عامو افغانانو د وژلو له امله ځان ورته قاتل ښکاريږي او له سختو رواني کشمکشونو سره مخ دی. نوموړی دمګړۍ د امریکا له هوايي ځواکه ایستل شوی دی.

 دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د امریکا د خونړۍ جګړې په اړه اسناد افشا کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم واشنګټن پوسټ او ځینو نورو امریکايي سیاسیونو دلته روانه جګړه خطرناکه، ناکامه، له لګښتونو ډکه او د عامو وګړو لپاره د تلفاتو ستر لامل بللې وه.

Tags: featured
Share55Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

اگست 13, 2026

عزیزي: افغانستان د سلګونو کورنیو تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی

اگست 13, 2026

یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

اگست 13, 2026

د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In