د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمدضمیر بهسودي ویلي چې د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د شاتو مچیو په تولید او تکثیر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د بهسودي په خبره، په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعال دي چې له دې ډلې ۳۵۰ یې د ننګرهار د شاتو مچیو ټولنې سره راجستر شوي دي. د چارواکو په خبره، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شته او په دغو فارمونو کې تر څلورو زرو پورې کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
بهسودي دغه راز ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.