د هېواد په ختیځ کې پر امریکایي او افغان ځواکونو برید شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په شیرازدو ولسوالۍ کې د امریکايي او افغان ځواکونو پر یوه عملیاتي کاروان برید شوی دی او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. بهرنۍ رسنۍ لیکي چې په دغه برید کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ددې تر څنګ د افغانستان د ځانګړو ځواکونو اته سرتېري هم په دغه برید کې وژل شوي دي. دغه ارقام په رسمي توګه نه دي تایید شوي، خو امریکايي ځواکونو د برید پخلی کړی دی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وایي چې پوځیان یې په ننګرهار کې تر مستقیم برید لاندې راغلي چې وروسته به یې په اړه جزیات خپاره کړي.
دغه راز نا تایید شوي راپورونه وایي چې برید د امریکایي او افغان ځانګړو ځواکونو تر منځ شوی چې یو بل ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.





























