د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړو ترمنځ د وروستۍ پرېکړې پر سر اختلاف روان دی. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رهبرۍ په کچه د وروستۍ پرېکړې په تړاو اختلافات پیدا شوي. پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه وایي دا اختلافات د کمیسیون غړو ترمنځ د ولسمشرۍ ټاکنو ثبت شویو شکایتونو په باب د پریکړې تر اعلان وروسته راپورته شوې دي. دوی درې ورځې وړاندې د ثبت شوو شکایتونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه او هغه یې باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لېږلې وای، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې تر اوسه یې پرېکړه په رسمي توګه نه ده ترلاسه کړې. د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ی تن غړی قطب الدین رویدار وایي دوی پرېکړه کړې ده خو دا چې د دوی پریکړه د ټاکنو کمېسیون ته نه ده رسیدلې د حیرانتیا خبره ده.





























