د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وایي دا امکان نشته دی چې افغانستان یو متحد هېواد شي. جوبایډن تېره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په یوه مناظره کې د خبرو پر مهال ویلي، افغانستان ته یې سفرونه کړي دي او دې پایلې ته رسېدلی دی چې دغه هېواد سره متحد کېدای نه شي. د بایډن په خبره دی له لومړي سره په افغانستان کې د ملت جوړونې له فعالیتونو سره مخالف و. هغه پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې یوازې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي او بس. بلخوا د افغان ولسمشر سلاکار او ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژیکو اړیکو رییس وحید عمر د بایډن پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی. نوموړي ویلي امریکا دې دلته یوازې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي افغانان یو ملت دي، سره متحد دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دوی سره بېل کړي.





























