د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي او یا تخریب شوي دي. دغې ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د دغو ښوونځیو د تړل کېدو له امله ۱۵۰زره زده کوونکي، چې ۷۲زره یې نجونې دي له ښوونې او روزنې بې برخې شوې دي. په راپور کې راغلي، چې د دغو ښوونځیو لویه برخه په اروزګان، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې موقعیت لري. اوچا ویلي، په ۲۰۰۲ کال کې شاوخوا یو میلیون افغان ماشومانو ښوونځیو ته لاسرسی درلود او په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۸.۵ میلیونو ته ورسېده، خو په افغانستان کې روان تاوتریخوالي، بېوزلي او د ښوونځیو په نښه کول د پوهنې سکتور تر فشارونو لاندې راوستی دی. د اوچا د معلوماتو په اساس د دغو ماشومانو له شمېرې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، چې په ځینو ولایتونو کې دا شمېره تر ۸۵ سلنې رسېږي.





























