د کډوالۍنړیوالۍ اداره وايي، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه بیا د فبرورۍ تر اتمې پورې له ایران او پاکستان څخه ۳۸۲۸۹ کډوال هېواد ته را ستانه شوي دي. یاد سازمان وايي، په دغه موده کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳۷۴۳۸ تنه کېږي یوازې له ایران څخه ستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان پخپل راپور کې ویلي، چې د فبرورۍ له دويمې نېټې څخه بیا د یاې میاشتې تر اتمې پوري ۸۳۷۸ تنه کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. یاد سازمان وايي دغه افغان کډوال له ایران سره پر پوله د هرات، نیمروز او اسلام قلعه د بندرونو له لارې هېواد ته ستانه شوي دي. راپور وايي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنو شوو کډوالو له ډلې له ۱۴سلنو سره یې د دغه سازمان لخوا مرستې شوي دي.





























