پروان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله، لږ تر لږه ١٤ تنه ژوبل شوي دي. د دې ولايت د ترافيکو مديريت د حادثاتو آمر محمد ذاکر وايي، چې دغه پېښه نن سهار ٦:٣٠ بجې د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې شوې ده. ده زياته کړه، دغه پېښه د فلاينکوچ او ٤٠٤ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې چې د فلاينکوچ ١٣ سپرلۍ او د لوى موټر يوه سپرلۍ په کې ژوبلې شوې دي. د پروان د ملکي سل بستريز روغتون سرطبيب ډاکټر خليل حيدري وايي، له دې پېښې څخه ٧ ماشومان، ٤ مېرمنې او ٣ نارينه ور وړل شوي چې ټپونه يې جدي نه دي.





























