د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکو د هوايي او شپنیو عملیاتو د قربانیانو کورنیو په یوې اعتراضیه غونډه کې له حکومت غوښتي چې د دغو پېښو عاملانو ته دې سزا ورکړل شي. دغه کورنۍ وايي، یو کال کېږي چې د هرې دولتي او غیر دولتي ادارې دروازه ټکوي خو هېڅوک یې د عدالت غوښتنې غږ ته ځواب نه ورکوي. د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي د دوی د خپلوانو له وژل کېدو څه باندې یو کال تېرېږي؛ خو تر اوسه هېڅ دولتي ادارې دوی ته ځواب نه دی ورکړی او ان د بشري حقونو بنسټونه هم د یادو پېښو په څېړنه کې پاتې راغلي دي. دغه نیوکې داسې مهال کېږي چې، تر دې مخکې د بشري حقونو بنسټونو هم په هېواد کې د جګړې د ښکېلو خواو په نښتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له امله اندېښنې په ډاګه کړي او زیاته کړې یې ده چې، تر اوسه ډېر کم پېښ شوي چې، د ولسي وګړو د وژنې عاملینو ته دې سزا ورکړل شوي وي.





























