دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

منګولیا

حشمت الله نوري

فبروري 15, 2020
in راشه ورشه
0 0

منګولیا په ختیځه آسیا کې د چین او روسیې تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۴۲ او ۵۲ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۲۰ او ۸۵ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۶۰۹۰۹ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه په نړۍ کې اوولسم هېواد دی.

د منګولیا شمال ته روسیه، جنوب ته سایبریا، ختیځ او لوېدیځ ته یې د چین ولسي جمهوریت پروت دی.

دغه هېواد په ټوله نړۍ کې د خپل مساحت په پرتله لږ اوسېدونکي لري، ځګه چې له یوې خوا د دغه هېواد ختیځې- منځنۍ او جنوب- لوېدیځې برخې په غرونو پوښلې دي او له بلې خوا یې د ګوبي او کوبدو په شان سوزنده ډاګونو جنوب- ختیځې سیمې نیولې دي.

منګولیا یوازې د قبیلوي او لهجوي ځانګړتیاوو له امله د چین له منګولیا سره توپیر لري، په داسې حال کې چې نورې جغرافیایي، فزیکي او ژبنۍ ځانګړتیاوې یې سره یو شان دي.

د دغه هېواد پلازمېنه اولبناتور ښار دی او ټولټال څه باندې دری میلیونه نفوس لري، چې  په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې دری کسان ژوند کوي.

د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۳۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلود حق لري.

د منګولیا لومړی اساسي قانون د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر په ۲۴مه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د اتحاد د قانون له مخې جوړ شوی و. دغه قانون لومړی په ۱۹۴۰مه او بیا د ۱۹۶۰ ز کال د جون په ۶مه نوی شوی دی. د دغه هېواد اوسنی اساسي قانون د ۱۹۹۲ ز کال د فبروري په ۱۲مه نافذ شوی دی. د منګولیا اوسنی ولسمشر خالتمان او لومړی وزیر یې جارتالو ارتینبیت دی. په دغه هېواد کې د ولسمشر کاندیدان د ګوندونو له خوا د خلکو ستر مجلس ته پېژندل کیږي او د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي او پاتې دې نه وي چې هغه څوک چې ګوند یا ائتلاف یې اکثریت ولري، د خلکو د ستر مجلس له خوا د لومړي وزیر په توګه غوره کیږي. د منګولیا د کابینې وزیران د خلکو د ستر مجلس له خوا د ولسمشر په مشوره ګومارل کیږي.

د دغه هېواد د پارلمان ۷۶ غړي د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په منګولیا کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د منګولیا حقوقي نظام د روسیې، چین او ترکیې پر قوانینو ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره محکمه د تمیز محکمې په شان کار کوي. منګولیا له سترې محکمې وروسته ولایتي، ښاري او سیمه ییزې محکمې او د اساسي قانون د تعبیر او تفسیر محکمه لري. د محاکمو قاضیان د منګولیا د محکمو د عمومي ټولنې پر وړاندې د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي.

د منګولیا د خلکو انقلابي ګوند،  د منګولیا نوی ټولنپال ولسواک ګوند او د منګولیا جمهوري غوښتونکی ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

د دغه هېواد اقتصاد له ۱۹۴۸ تر ۱۹۹۰ ز کلونو تر مینځ د ټولنیزې اقتصادي پرمختیا د هغو پنځو کلنو پلانونو په مرسته چې د شوروي اتحاد، چین او نورو سوسیالیستي هېوادونو په مرسته تطبیق کېدل، ډېر ګړندی پرمختګ وکړ او له یو کرنیز وروسته پاتې هېواد څخه پر پرمختلونکي هېواد بدلیده. کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، ټولې هغه مرستې منګولیا ته بندې شوې چې د منګولیا درېیمه برخه ناخالص کورني تولید یې برابراوه. دغه هېواد ته د شوروي اتحاد د مرستو بندېدلو، دغه هېواد د اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړ. د بهرنیو اسعارو زېرمې لږ شوې، خلکو د اړتیا وړ توکو، وارداتو او اسعارو ته اړتیا درلوده، صنعتي تولیدات کم شول او په ځینو خوراکي توکو لکه بورې، چای، غوښې او اوړو باندې ځیره ولګيده. په دې وخت کې امریکا، جاپان او اروپایي ټولنې له منګولیا سره د غنمو او پیسو لږ مرستې وکړې او دغه هېواد یې د ډېرو سختو شرایطو پر وړاندې پر پښو ودراوه.

له دې وروسته د منګولیا نویو حکومتونو د ازاد بازار د اقتصاد تګلاره غوره کړه، په خپلو قوانینو کې یې بدلونونه راوستل او د آزاد مارکیټ اقتصاد د لګښتونو کمولو د بیو آسانه کنټرول او د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پراختیا ته یې غېږه پرانیستله. د دغه هېواد اقتصاد په دغه هېواد کې د ناوړه اقلیم، یو له بل څخه د خلکو د لرې لرې استوګنې او زراعتي ځمکو له لرې موقعیت څخه ځوریږي. د منګولیا عنعنوي اقتصاد پر کرنه او د څارویو پر روزنه ولاړ دی، په تېرو کلونو کې ډېرې طبیعي زېرمې د شوروي اتحاد په مرسته ویشل شوې وې، هغه وخت د شوروي مرستو د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید ۳۲ سلنه جوړوله. د ډبرو د سکرو، مسو او سرو زرو ایستل او پروسس د منګولیا ستر صنعتي تولیدات بلل کیږي. په ۱۹۹۶ ز کال کې د منګولیا اقتصاد د طبیعي ناوړه پېښو او په نړیوال مارکیټ کې د مسو د بیو د ټیټوالي له امله زیانمن شو.

د دغه هېواد ډېر عواید د دولت پر عادي لګښتونو خرڅیږي او لږ کورنیو او بهرنیو پانګوالو د دغه هېواد صنایعو او کانونو په برخه کې پانګونه کړې ده. په ۱۹۹۹ ز کال کې روسیې منګولیا ته د خپلو تېلو او نفتي محصولاتو په صادرولو لنډمهاله بندیز ولګاوه. دغه بندیز د منګولیا د اقتصاد ستونزې نورې هم ډېرې کړې. په ۲۰۰۰ ز کال کې وچکالۍ د منګولیا کرنې ته دروند زیان ورساوه او ډېر څاروي مړه شول. په ۲۰۰۳ ز کال کې د منګولیا اقتصاد د دولت د مثبتو تګلارو، د سرو زرو د ایستلو او په نړۍ کې د مسو د بیو د زیاتېدو له امله ۶ سلنه وده وکړه.

د ۲۰۰۴ ز کال او ۲۰۰۸ ز کال تر منځ د منګولیا اقتصادي وده په نړۍ کې د مسو د بیې د جګوالي او د سرو زرو د نویو زېرمو د موندلو له امله، هر کال ۹ سلنه وه. په ۲۰۰۹ ز کال کې د بیو لوړوالي یا انفلاسیون ۳۰ سلنه ته ورسید. دا په تېرو لسو کلونو کې د منګولیا د انفلاسیون تر ټولو لوړه سلنه وه. د دې انفلاسیون علت نړیوال مالي بحران و. د انفلاسیون د مخنیوي لپاره دولت خپل لګښتونه لږ کړل او د تولیدي مالونو بیه یې ټيټه کړه.

دغه هېواد خپل ۹۵ سلنه تېل او برېښنا له روسیې څخه اخلي او نیمایي نوره سوداګري یې له چین سره ده. چین د منګولیا ۸۰ سلنه صادراتي توکي اخلي، په بهر کې د منګولیایي ځوانانو د کار عواید د دغه هېواد په ملي عوایدو کې د پام وړ برخه لري. دغه هېواد د نړۍ د سوداګرۍ ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی او هڅه کوي چې په سیمه ییزه سوداګري کې خپله ونډه ډېره کړي.

برېښنا، د ډبرو سکاره، مس، د سرو زرو ایستل او پروسس، تېل، ساختماني توکي، سیمنټ، د غوښې او نورو خوراکي توکو پروسس، بوره، چیني لوښي، کیمیاوي توکي، ګوګړ او لاسي صنعت د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.

د دغه هېواد یو سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، پاتې ۸۰ سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

د منګولیا ۳۵ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ پر چارو بوخت دي او د دغه هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

 غنم، وربشې، کچالو، واښه، چغندر، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.

غټ تجارتي شریکان یې روسیه، چین، جاپان، جنوبي کوریا، امریکا او عربي هېوادونه دي.

دغه هېواد له ۱۰۰ ډېرې تجارتي بېړۍ او  ۴۶ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

د منګولیا د ټلیفون کود ۰۰۹۷۶  او د انټرنېټ کود یې MN دی، چې ټولټال یې یو میلیون کسان ورته لاسرسی لري.

د هغه قانون له مخې چې په ۲۰۰۵ ز کال کې تصویب شو، د منګولیا دولتي راډیو-ټلوېزیون پر عامه شبکه بدل شول. اوس په دغه هېواد کې خصوصي راډیوګانې او ټلوېزیونونه هم فعالیت کوي.

دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په منګولیا کې زده کړه د ۷- ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

مغل د ختیځې آسیا یو مهم قوم  دی، چې په بېلابېلو طایفو او ژبو وېشل کیږي. دې سیمې ته کوچیدلو خلکو کوچیاني ژوند درلود او له خپلو سترو رمو سره به له یوې شنې سیمې څخه بلې سیمې ته کوچیدل. په مغلو کې دا دود و چې تر ټولو ځواکمنې طایفې به پر شاوخوا سیمو او خلکو واکمني کوله. لښکر به یې جوړاوه او جګړې به یې کولې. مورخین لیکي چې د شیونک نا یا هون قومونه له میلاد څخه کابو څلور سوه کاله مخکې د سلنګا په دره کې چې سایبریا د آسیا له زړه سره نښلوي، مېشت شوي دي.

ړګتا د ۱۹۹۰ ز کال په جنوري کې د منګولیا ولسواک ګوند جوړ شو او د هېواد د ستر مجلس په اساسي قانون کې بدلونونه تصویب کړل. په ۱۹۹۱ ز کال کې لومړي وزیر داشیون خپله اقتصادي تګلاره اعلان کړه او هڅه یې وکړه چې بهرني پانګوال خپل هېواد ته راوبولي. په ۱۹۹۲ ز کال کې بیا د منګولیا په اساسي قانون کې بدلونونه راغلل او روسي عسکر له دغه هېواد څخه په بشپړه توګه ووتل.

په ۱۹۲۶ ز کال کې په کابل او اولنباتور کې د افغانستان او منګولیا تر منځ د نااستوګنو سیاسي اړیکو د جوړېدو اعلامیه خپره شوه او په بیجېنګ کې د افغانستان سفیر شعیب مسکین یار ته دنده ورکړل شوه چې په اولنباتور کې د افغانستان د نااستوګن سفارت دنده پر غاړه واخلي.

له افغانستان څخه تر منګولیا پوره د هوا له لارې فاصله ۳۳۴۸ کیلومتره او همدا راز د کابل او اولنباتور ښارونو تر مینځ د وخت توپیر ۳:۳۰ ساعته دی.

Share12Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026

اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In