چین وایي پاکستان دې له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي. په پاکستان کې د چین سفیر یاوجینګ په اسلام اباد کې د افغان سولې په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم دی. دده په خبره پاکستان ته په کار د چې د افغان سولې په راوستو کې رښتینې همکاري وکړي. یاو جینګ وایي چین ددې ملاتړی دی چې د افغانستان روانه جګړه له سیاسي لارو حل شي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. په دې غونډه کې د چین، افغانستان، ډنمارک، پاکستان، امریکا او برېتانیا استازو ګډون کړی و. دوی د افغانستان سوله د سیمې لپاره مهمه بللې ده او په وینا یې په دې پروسه کې ددوی همکارۍ دوام لري.





























