د سولې هوکړې د لاسلیک په صورت کې به په اتلسو میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. فرانس ۲۴ خبري شبکې ته طالب سرچینو ویلي چې د سولې هوکړې ټول مسایل نهایي شوي دي او د لاسلیک لپاره یې تیاری روان دی. دغه طالب سرچینه وایي چې که له امریکا سره د سولې دغه هوکړه لاسلیک شي نو د اتلسو میاشتو په اوږدو کې به بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. همدا راز به د لسو ورځو په موده کې بین الافغاني مذاکرات پيليږي چې په هغه کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي. بلخوا غربي رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا له لوري د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحه منل شوې ده او د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره اړین تیاری روان دی.





























