د سولې په برخه کې له وروستیو پرمختګونو سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هيلې هم ډېرې شوې دي. تازه ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مهم چارواکی به له طالبانو سره دغه هوکړه لاسلیک کړي. د سولې خبرو ته نږدې او باخبره سرچینې وایي چې ښايي د سولې دغه هوکړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یا د هغه کوم مرستیال لاسلیک کړي او ورسره جوخت به بین الافغاني خبرې هم پیلېږي. د دغو خبرو کوربهتوب جرمني کوي او ویل کېږي چې په دې برخه کې تیاری روان دی.
وروسته له هغه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی له کابل دوحې ته لاړ، نو د سولې په برخه کې د مهمو پرمختګونو راپورونه هم خپاره شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې او دوی ته یې د تازه پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر غني هم د دغو پرمختګونو هرکلی وکړ او په خبره یې، د سولې په برخه کې هر مثبت ګام ورته د منلو وړ دی.
اوس تازه طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه ښایي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې له لوري لاسلیک شي. په دوحه کې د سولې مذاکراتو له بهیره باخبره کسان وایي، چې په اغلب ګومان دغه توافق د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولان لاسلیک کوي. طالبانو ته نږدې کسان وايي چې د امریکا او طالبانو تر منځ ټول مسایل حل شوي او له توافق وروسته به بین الافغاني مذاکرات، چې د جرمني له خوا ترتیبات ورته نیول شوي، پیل شي.
د سولې خبرو ته نږدې سرچینې وایي چې هر څه نهایي شوي دي او د لاسلیک په اړه یې هم بحثونه شوي چې د چا له لوري به لاسلیک کېږي. ازاد خبریال سمیع الله یوسفزی وایي: «پر دې هم بحث شوی چې د سولې هوکړه ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مرستیالې له لوري لاسلیک شي. ټرمپ به دغه مهال د هند پر سفر بوخت وي او د دې پر امکان هم خبرې کېږي چې که امکان یې وي چې ټرمپ پخپله دغه قرارداد امضا کړي.»
طالبانو ته نږدې سرچینې دغه راز وایي، طالبانو او امریکا پر دې هم توافق کړی چې یوه اونۍ به تاوتریخوالی کمېږي او که طالبان دغه مسئلې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي، نو په همدې موده کې به د سولې هوکړه هم لاسلیک کېږي. د سولې له خبرو باخبره کس عنایت الله کاکړ وایي: «که ثابته شي چې په لویو ښارونو کې بریدونه نه دي شوي، پر لویو لارو واړه او لوی بریدونه نه دي شوي، نو تر هغه وروسته به د تړون د لاسلیک کېدو مرحله راځي. د تړون له لاسلیک سره به هممهاله د بهرنیو ځواکونو د وتلو لومړنۍ چارې پيلېږي.»
سرچینې دغه راز وایي چې د دغه هوکړې تر لاسلیک وروسته به جوخت بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او په لسو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پيلېږي. د سولې له خبرو باخبره کس او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، دا هوکړه چې لاسلیک شي، د افغانانو تر منځ د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کېږي. د ده په خبره: «کله چې دغه هوکړه لاسلیک شي، بیا د افغانانو تر منځ خبرې پیلېږي. په دغو خبرو کې د جګړې پر پای او اوربند بحثونه کېږي.»
بلخوا په کور د ننه بیا افغان سیاسیون وایي چې د سولې بین الافغاني خبرو ته باید یو وړ، ټولمنلی او رښتینی ټیم وګومارل شي. افغان سیاسیون پر دې باور دي چې یو پیاوړی ټیم کولی شي افغانستان ته سوله راولي، خو د حکومت په خوښه فرمایشي، کمزوری او بې صلاحیته ټیم به د سولې خبرې ناکامې کړي. دوی پر حکومت غږ کړی چې افغانانو ته اجازه ورکړي څو د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره یو رښتینی او د خپلې خوښې ټیم تیار کړي.





























