د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې چین ته د جلغوزیو د لېږد ستونزې حل شوې دي.
که څه هم له افغانستانه چین ته د جلغوزیو د لېږد لړۍ بیا پیل شوې، خو ځیني افغان سوداګر وایي، هغه هېواد ته د جلغوزیو د لېږد په برخه کې د دوی ستونزې نه دي هوارې شوې او دوی له دې امله په لکونه ډالر زیان کړی دی.
د یادې خونې ویاند جان اقا نوید ویلي، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او حکومتي چارواکو په کابل کې د چین له سفیر سره د جلغوزیو د صادراتو پر وړاندې شته ستونزې شریکې کړې او هغوی یې د ژر هواري ژمنه کړې ده.
نوید زیاته کړې چې د افغان سوداګرو د پیسو د رالېږدولو لپاره دوی له چینایي چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د چین او په چین کې د افغانستان د یو بانک څانګه پرانیستل شي.