افغانان دې د څلوېښت کلن ناورین د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ددې وخت دی چې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه د تل لپاره پای ته ورسول شي. دده په خبره د افغان سولې لپاره سختې هڅې کوي او تر دې دمه یې د ګڼو هېوادونو ملاتړ خپل کړی دی، څو دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي. دده په خبره د افغانستان د سولې مسئله پراخ نړیوال ملاتړ لري او افغانانو ته هم په کار ده چې په دې اړه سره یو لاس شي. نوموړي دا هم ویلي چې ددې هوکړې د بریا ضمانت څوک نه شي کولی خو ټول اړخونه باید دا کوښښ وکړي چې له ممکنه لارو روانه جګړه ختمه کړي. هغه په ټوېټ پیغام کې له ولسمشر غني سره خپله لیدنه ګټوره بللې ده او په خبره یې پر مهمو مسایلو یې بحثونه لرلي دي او افغان سوله یې د لیدنو موضوع وه.





























