هند وایي د افغان سولې په اړه هیله مندي ډېره شوې ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر وایي دوی د افغان سولې ملاتړي دي او تازه معلومات ښيي چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. جي شینکر له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دي چې د افغان سولې په برخه کې د تازه پرمختګونو له درکه خوښ دی. دده په خبره افغان سولې ته هیله مندي ډېره شوې ده او دوی ددې بهیر ملاتړ کوي. نوموړي تېره ورځ په مونیخ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. دواړو لورو پر افغان سولې او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.





























