ولسمشر غني د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره لیدلي دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. سرچینه کاږي، اوغلو د افغان ځواکونو روزنې ته د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، ترکي ځواکونه به تر هغه وخته افغانستان کې پاتې وي څو چې افغان حکومت ورته اړتیا ولري. نوموړي د سولې له پروسې کلک ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، دوی خوشبین دي چې روانې خبرې به په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای لامل شي.





























