پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د موازي حکومت پر دریځ ټینګار؛ عبدالله عبدالله: غیر شفافې پایلې نه منم او د خپل ټیم له پرېکړو ملاتړ کوم

فبروري 18, 2020
in افغانستان
0 0

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په درشل کې نوې ناندرۍ او کشمکشونه پيل شوي دي. وړمه ورځ ځينو سیاسي ګوندونو او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د موازي حکومت د جوړولو خبرداری ورکړ. دوی وویل چې که یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنې ونه مني او د تقلبي رایو پر بنسټ نوی حکومت رامنځ ته کېږي، نو دوی ته د منلو وړ نه دی. عبدالله عبدالله هم د یادو کسانو دغه دريځ تایید کړی دی او په خبره یې، دی هم د تقلبي رایو پر بنسټ د رامنځ ته شوي حکومت منونکی نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې او لوایحو پر بنسټ یې په ځینو مرکزونو او محلونو کې د رایو ځانګړی تفتیش پيل کړی دی او په پای ته رسېدو دی. دغه کمېسیون وایي چې ډېر ژر به خپله پرېکړه اعلان کړي. بلخوا د ټاکنیزو ټیمونو تر منځ په دې اړه تازه ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. څو ورځې وړاندې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د مشرتابه غړي جنرال دوستم وویل چې که د ټاکنو کمېسیون د تقلبي رایو پر بنسټ کوم څوک ګټونکی اعلانوي، نو دوی ته به د منلو وړ نه وي. ده خبرداری ورکړی و چې موازي حکومت به اعلانوي. له دې سره جوخت د یاد ټاکنیز ټیم بل غړي کریم خلیلي هم د جنرال دوستم د خبرو ملاتړ کړی او وایي، د موازي حکومت اعلانولو ته تیار دي.

په دې پسې د جمعیت ګوند هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دوی د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې حکومت اعلانوي، نو ښه به وي چې ټاکنیز کمېسیونونه خپلې چارې په پوره شفافیت مخ ته یوسي. د جمعیت اسلامي ګوند د ټاکنو خپلواک کمېسیون له یوه ځانګړي نوماند په ملاتړ تورن کړی او وايي، دغه کمېسیون خپله خپلواکي نه ده ساتلې.

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله بیا تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د یادو کسانو پر دریځ ټینګار وکړ. د ده په خبره، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشرتابه چې کومه پرېکړه کړې ده، دی یې هم مني او ملاتړ یې کوي. د عبدالله په خبره، ده ته هم د تقلبي رایو پر بنسټ رامنځ ته شوی حکومت د منلو وړ نه دی، نو پر وړاندې به یې غبرګون وښيي. عبدالله ویلي: «د ثبات او همپالنې ټیم خپل دریځ اعلان کړی دی. دا دریځ ډېر واضح دی، یوازې مشروع او شفافې پایلې موږ ته د منلو دي. هېڅ هغه پایلې نه منو چې په هغه کې مشروعیت او شفافیت نه وي، د ټیم مشرانو هم خپل دریځ اعلان کړی دی او زما موقف هم همدا دی.»

نوموړي د سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو هم خبرې کړې دي. هغه ویلي چې د افغانستان ټول خلک د تاوتریخوالي له کمېدو او دغه راز د سولې په برخه کې د رامنځ ته شوو پرمختګونو هرکلی کوي او هر افغان هیله لري چې دلته روانه جګړه له سوله ییزو لارو حل شي. هغه زیاته کړې: «د افغانستان ټول خلک د دې پرمختګونو هرکلی کوي. مخکې مو هم موقف همدا و، هر ګام چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره پورته کېږي، هر ګام چې موږ سولې ته نږدې کوي، یو مثبت ګام دی موږ یې هرکلی کوو.»

اجرایه رییس همدا راز په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر تلفاتو او مرګ ژوبله هم اندېښنه ښودلې ده او پر امنیتي مسوولینو یې غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. هغه ویلي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باید جدي ګامونه اوچت شي او په دې برخه کې بې پروايي چا ته د منلو نه ده.

د ټاکنو په اړه ناندرۍ داسې مهال دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا په نږدې ورځو کې د پایلو د اعلان خبره کوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ځانګړي تفتیش پروسه ختمه شوې ده او په دریو یا څلورو ورځو کې به د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هم اعلان کړي.

Tags: featured
Share53Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

اگست 13, 2026

عزیزي: افغانستان د سلګونو کورنیو تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی

اگست 13, 2026

یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

اگست 13, 2026

د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In