ارګ وایي له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم صلاحیتونه او حدود دوی ټاکي. ولسمشر غني د سولې په اړه له والیانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی به د سولې یو کوچنی خو افغانستان ته ژمن مذاکراتي ټیم رامنځ ته کوي او حکومت به حدود او صلاحیتونه ورته ټاکي. نوموړي پرون ماښام له والیانو سره د تاوتریخوالي د کموالي او له طالبانو سره د سولې د روانو هڅو پر فرصتونو او خطرونو خبرې کړې دي. نوموړي ویلي چې د سولې په اړه باید د ټولو دریځ یو وي او ښه به وي چې د نظر یووالی نور هم پراخ شي. هغه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کموالی باید عمومي وي او د یوه دایمي اوربند او جګړې د پای سبب شي. ولسمشر د مذاکراتي ټيم په اړه هم ویلي چې دغه ټیم به د افغانانو له اساسي حقونو دفاع کوي او همدا راز به د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه د افغانستان خلک کوي.





























