د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې افغانستان او پاکستان په سیمه کې د پرمختګ لپاره پخپلو کې ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري. دده په وینا امریکا غواړي چې د افغانستان او پاکستان خاوره د یو بل پر ضد و نه کارول شي بلکې برعکس له یو بل سره ښې اړیکې وپالي. نوموړي له طالبانو سره د خبرو په اړه هم ویلي چې مسئله د سولې هوکړې لاسلیک ته رسېدلې ده. د خلیلزاد په وینا هیله لري چې ژر تر ژره ددغه هوکړې لاسلیک د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د پیل سبب شي.





























