پخواني امریکايي جنرال جک کین په تازه څرګندونو کې ویلي چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک کېږي هم، خو بیا هم د افغانستان سوله یوه جنجالي او له خنډونو ډکه پروسه ده. دده په خبره د زندانیانو خوشي کول، د بهرنیو ځواکونو وتل، د تاوتریخوالي کمول او بین الافغاني خبرې پیلول دا هر څه په اوو ورځو یا لسو ورځو کې ممکن نه دي او دا مسایل د سولې هڅې جنجالي کولی شي. نوموړي ویلي که امریکا او طالبان هوکړې ته هم ورسېږي، خو بیا هم له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې ښايي اوږدې او جنجالي شي چې په دې موده کې به جګړې شدیدې شي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني خبرې ژر پایلې ته ورسېږي او دا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.





























