طالب قومندانان وايي تر اوسه یې د جګړې د کمولو په اړه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی. امریکايي رسنۍ واشنګټن ټایمز وایي سره له دې چې طالبانو د فبرورۍ له ۲۲مې د تاوتریخوالي د کمولو اعلان کړی دی خو په تازه پېښو کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي. سرچینه کاږي، طالب قومندانان د جګړې له ډګره وایي چې تر اوسه یې د جګړې د کمولو او یا درولو په اړه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی، نو ځکه خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي. ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال تاوتریخوالی کم کړل شي. پرون د طالبانو د قطر دفتر غړو وویل چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار روان دی څو د سولې هوکړې لاسلیک ته مناسبه فضا رامنځ ته شي.





























