د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره سره د لیدنې پر مهال د افغان سولې پر بېلو اړخونو خبرې کړې دي. پاکستاني لوري ویلي چې امریکا دې د افغان کډوالو د وتلو طرحه د سولې په مسئله کې شریکه کړي. خلیلزاد دغه راز په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي. عمران خان ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هڅه کوي دغه پروسه مثبتې پایلې ولري. خلیلزاد د پاکستان له همکاریو مننه کړې ده او د سولې لپاره د لا ډېرو هڅو په ترسره کولو یې ټینګار کړی دی.





























