ارګ وایي افغان حکومت د سولې لپاره رامنځ ته شوي وضعیت ته د فرصت په سترګه ګوري خو په ممکنه خطراتو هم سترګې نه پټوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پيلېږي. دده په وینا د سولې لپاره رامنځ ته شوی وضعیت یو غوره فرصت دی خو تر څنګ یې ښایي خطرات هم موجود وي چې افغان حکومت به یې پر وړاندې محتاط چلند وکړي. دده په خبره افغان حکومت د سولې له هر اقدام ملاتړ کوي او افغان پوځ هم د سولې راتګ ته تیار دی. صدیقي هیله څرګنده کړې چې طالبان د سولې په برخه کې رښتیني وي، وکړی شي اوربند وکړي او له جګړو لاس په سر شي. نوموړي د سولې د بین الافغاني ناستې لپاره د لېږل کېدونکي پلاوي په اړه وویل چې دا به یو ملي پلاوی وي او د افغانانو له حقوقو به دفاع کوي. تر دې مخکې ولسمشر غني هم ویلي وو، چې د سولې پلاوي ته به حکومت حدود او صلاحیتونه ټاکي.





























