د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، څو پورې چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړي هلته د امن او سولې راتګ یوازې هیله بلل کېدای شي. نوموړي دغه راز ویلي، اوس وخت دی چې د پښتنو جرګه راوبلل شي او د پښتون قوم پر ستونزو پکې خبرې وشي، هواری یې ولټول شي او د پښتون نسل وژنې د مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل شي. هغه ویلي، پاکستان کې د پښتنو نسل وژنه دوام لري او هر هغه څوک چې د خپل قام د نسل وژنې پوښتنه کوي غدار او ترهګر بلل کېږي. نوموړي زیاته کړې، دوی ته په خپله خاوره باید په امن فضا کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي. د هغه په خبره دوی ته پښتنه خاوره چا په خیرات کې نه ده ورکړې بلکې له هغه وخته چې پاکستان وجود نه درلود دوی په دې خاوره کې مېشت وو. اڅکزي زیاته کړې، یوه ستونزه نه ده، پښتانه له یوې خوا د ترهګرۍ قربانیان دي له بلې خوا ورباندې پاکستان د ترهګرو تور پورې کوي. هغه پاکستان ته خطاب کې ویلي، د افغانستان چارو کې دې لاسوهنه بنده کړل شي، هلته سوله خپله راځي.





























