ملګري ملتونه وایي د افغانستان له راتلونکي حکومت سره پوره همکاري او ګډ کار کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې هېڅ لوري ته هم د بریا مبارکي نه ده ورکړې خو ویلي یې دي دغه اداره تیاره ده چې د افغانانو غوښتنو ته پام وکړي. د یوناما په اعلامیه کې راغلي شفافې ټاکنې او د پایلو اعلان د یونما غوښتنه وه او ټاکنې د افغانانو حق دی. د سرچینې په خبره دغه اداره تیاره ده چې له نوماندانو سره ددوی د ستونزو په حل کې او دغه راز د ټاکنیزو پړاونو په اړه په وضاحت کې همکاري وکړي. یونما دغه راز ویلي چې دوی د افغانستان له راتلونکي حکومت سره کار او همکاریو ته ادامه ورکوي.





























