هند باید د سرتېرو د لېږلو په تړاو د شته فشارونو پر وړاندې مبارزه وکړي. د ایشین اېج نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې هند ته سفرونه ډېر کړي دي او پر دغه هېواد ښايي فشارونه هم ډېر وي. نشریه زیاتوي امریکا پر هند وسلې پلوري، ښې اړیکې ورسره پالي نو په مقابل کې یې ښايي له دغه هېواد تمه ولري. د سرچینې په وینا امریکا غواړي چې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي خو پر ځای یې باید هند هلته خپل سرتېري ځای پر ځای کړي او دوی به د ترهګرۍ ضد جګړه کوي. په مطلب کې وړاندې راځي چې هند باید ددغه ډول فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او هېڅ وخت دې خپل سرتېري افغانستان ته نه لېږي. ایشین ایج لیکي هند باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي او د سرتېرو په لېږلو ښایي د افغانانو له نفرت او کرکې سره مخ شي.





























