ارګ کې ولسمشر غني ته نیږدې سرچینې سپوږمۍ راډیو ته ویلي چې، د لوړې مراسمو وروسته به د ولسمشر غني لومړی فرمان د اجرایه ریاست لغوه کول وي ، سرچینه وایي د سپیدار ماڼۍ به د ولسمشر د ځانګړو سلاکارانو دفترونه شي ، دغه راز د ولسمشر په لومړۍ کاري اجنډا کې د دولت ساز کمپاین له مشرانو او غړو سره د ولسمشر غني حساب کتاب دی، سرچینه وایي ولسمشر ته د خپل کمپاین څخه سلګونه داسې اسناد او شواهد رسیدلي چې د کمپاین مشرانو او ګڼو غړو یې په تیر کمپاین کې څنګه میلیونونه ډالر حیف میل او هسې کمپاین او رایې یې را ټولې نه شوی کړی لکه څنګه یې چې غني هیله لرله.





























