د افغان سولې لپاره د امریکاد بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان سیاسیونو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره یوه پراخ ملي او سیاسي توافق ته اړتیا ده. دده په خبره دغه خبرې هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې افغانان په خپلو کې سیاسي او ملي یووالی رامنځ ته کړي. خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل او یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. په دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال هم حاضر و. نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې د سولې بین الافغاني خبرې د جګړې د پای یوازینۍ لار ده او ددې لپاره ملي اجماع ته اړتیا ده، څو شته اختلافونه ختم شي او ټولې سیاسي ډلې او ټپلې په یوه خوله او واحد دريځ د سولې لپاره کار وکړي.





























