د نوماندانو شورا وایي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان افغانستان له بحران سره مخ کړی دی. د نوماندانو شورا نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل د هېچا له لوري د پایلو نه منل او د موازي حکومتونو اعلانول پخپله بحران دی او دا بحران د پایلو د اعلان له امله رامنځ ته شوی دی. نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي کمکاره وبلل او په خبره یې دوی د شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې ناکام و. نوماندانو دغه راز تور پورې کړ چې د ارګ او کمیسیون تر منځ جوړجاړی شوی و، نو ځکه دومره په چټکۍ پایلې اعلان شوې او د شکایتونو کمیسیون لارښوونې هېڅ عملي شوې نه دي. دوی د شکایتونو پر کمیسیون هم غږ وکړ چې ددې خطرناکې لوبې برخه نه شي او د ټاکنو کمیسیون له لوري د لایحو د نه عملي کولو له امله دې خپل غږ اوچت کړي.





























