په افغانستان کې د چین او هند ګډه همکاري د ټولې سیمې لپاره مهمه او ګټوره ده. نشنل انټرسټ په یوه اوږده مقاله کې په افغانستان کې د چین او هند پر همکارۍ بحث کړی دی. سرچینه زیاتوي هند او چین دواړه په سیمه کې د اقتصادي پراختیا نیت لري او تر څنګ یې دواړه د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزې ته اړتیا لري. سرچینه کاږي چین او هند په سیمه کې پیاوړي هېوادونه دي چې تر یوې کچې د شاوخوا پر هېوادونو نفوذ لري نو کولی شي دلته د سولې له پروسې، امنیت په تامین او اقتصادي پراختیا کې په ګډه د پام وړ ګامونه اوچت کړي. نشنل انټرسټ لیکي چې په افغانستان کې د هند او چین همکاري نه یوازې یادو درېیو هېوادونو ته مهمه او ګټوره ده بلکې په ټوله سیمه کې د پرمختګ او ثبات سبب ګرځي.





























