اجراییه رییس عبدالله عبدالله د یو اعتراضي لیک په خپرولو سره د ټاکنو په اړه د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول جوزپ بورل دریځ غیر اصولي بللی دی. په یاد لیک کې راغلي، اروپایي ټولنه چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له مالي ملاتړ کوونکو څخه وه، په دې اړه یې دریځ غیر اصولي دی او په ټاکنو کې یې پر درغلیو سترګې پټې کړې دي. لیک کې وړاندې راغلي، د اروپایي ټولنې وروستی دریځ د خلکو د توقع خلاف دی او باید له سره ورباندې غور وکړي. د یادونې ده چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریالي کېدو مبارکي ورکړې او د هغه په مشرۍ یې له راتلونکي حکومت سره د کار د دوام ژمنه کړې ده.





























