د هند کابینې یو داسې پلان تصویب کړی دی چې له مخې به یې له امریکا څخه د ۲.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت چورلکې وپېري. د هندي حکومت یوې سرچینې رسنیو ته له جزیاتو پرته د چورلکو اخیستلو خبره کړې ده. رویټرز اژانس څو ورځې وړاندې راپور ورکړی وو چې داسې ښکاري هند د ۲.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت دغه تړون یاد هېواد ته د ټرمپ تر سفر مخکې تصویب کړي. د اسوشیټیډ پریس اژانس په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي دغه تړون تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې لاسلیک کړي. په ورته وخت کې ویل کېږي چې هند ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په اجنډا کې دوه اړخیز سوداګریز تړون هم موجود دی. سپینې ماڼۍ ویلي، ټاکل شوې ده چې ټرمپ له خپلې مېرمنې سره یو ځای د فبروري میاشتې په ۲۴ او ۲۵مه نېټه هندوستان ته سفر وکړي.