ننګرهار کې د یو سنوکر کلب د چت نړېدو له امله درې کسان مړه شوي دي. په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، دغه پېښه د سرخ رود ولسوالۍ په دوه سرکه سیمه کې شوې او له امله یې درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د عیني شاهدانو په وینا، ټپیان د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. په ورته وخت کې د سیمې ځینې اوسېدونکو ویلي چې پېښه د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده خو یو شمېر نورو بیا د چاودنې خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې یاده مرګ ژوبله د چت نړېدو له امله رامنځته شوې ده.





























