د میدان وردګو د کرنې ریاست چارواکو ویلي، د دغه ولایت په مرکز او چک ولسوالۍ کې د اوبولګولو شپږ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل ویلي، چې د اوبولګولو دغه پروژې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او دغه راز چک ولسوالۍ کې د ۸۴ میلیونو افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
د تسل په خبره، په دغو پروژو کې د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار اړوند د نږدې اوو کیلومترو په اوږدوالي د الو ویاله، د څه باندې پنځو کیلومترو په اوږدوالي د اسپ ویاله او د ۱۹۰۰ مترو په اوږدوالي د یتیمکه ویاله شامله ده او دغه راز د دغه ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د څه باندې دوه نیم کیلومترو په اوږدوالي د خیر ویاله، د نږدې دوو کیلومترو په اوږدوالي د سفېد جوی ویاله او د ۱۷۴۲ مترو په اوږدوالي د سید باري کانال شامل دی.