د ننګرهار د ۱۲ ولسوالیو له ۲۳۰۰ زیانمنو کورنیو سره د ۳۴ نیم میلیونو افغانیو ژمنۍ نغده مرسته پیل شوې ده .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي چې دغه مرستې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري برابرې شوې چې هرې کورنۍ ته د پنځلس، پنځلس زرو افغانیو بانکي چېکونه ورکول کېږي .
د دې مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې حبیبې کاکړ ویلي، د ولایتي ادارې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د اوولس کسیزې کمېټې او په ولسوالیو کې د ولسوال په مشرۍ د دیارلس کسیزې کمېټې له تایید او سروې وروسته یې زیانمنې کورنۍ په نښه او وروسته یې مرستې پیل کړې دي.
هغې زياته کړې چې د شفافیت په موخه یې په ولایتي کمېټه کې د ملي امنیت او څارنوالۍ استازي هم شامل کړي او ډاډ یې وښود چې پروسه به په بشپړ ډول شفافه وي .



































