د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون ماسپښین د دېره اسماعیل خان له زندانه تر را خوشی کېدو وروسته خپلو پلویانو ته وویل، په سیمه کې د بې روزګارۍ او ترهګرۍ له کبله زموږ کورونه دومره تباه شوي دي چې اوس زندان هم راته فرق نه کوي منظور پښتین وایي، چې نور د ذلالت ژوند نه کوي او په پښتونخوا کې به د وژل شوو یونیم لک بیګناه پښتنو پوښتنه کوي.هغه ټنیګار وکړ چې پښتونخوا کې یونیم لک پښتانه وژل شوي، ددې بدل او پوښتنه په دوی فرض ده. نوموړی وایي، چې دوه لارې یې مخکې دي یا به غلامي مني او یا به بغاوت ته ادامه ورکوي، چې ده د بغاوت لاره غوره کړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې په پام کې ده نن نوموړی په یوه ستره ولسي غونډه کې خبرې وکړي.





























