د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر او ددغه هېواد د وسله والو قواوو لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي چې له طالبانو سره د سولې هوکړې له ضمیمو څخه نه دي خبر. دوی تېره ورځ د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو په کمېټه کې د د سولې هوکړې په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل. د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې په پټه پر ځېنو مسایلو د هوکړې له کېدو نه دی خبر. ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي. همدارنګه لوی درستیز مارک میلي د استازو مجلس له غړو سره ژمنه کړې چې د سولې په سند کې به هر ډول شرطونه له سره وګوري. د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ څو ځلې ویلي چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به یې هېواد په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري.





























