د ننګرهار کسبګر او هټیوال وايي، د وسله والو طالبانو نړیوالو او کورنیو ځواکونو ترمنځ د اورکم اونۍ کې یې کارونه ښه شوي دي. دوی وايي نړیواله ټولنه دې د سولې مذاکرات مخ ته وړي خو د جګړې ښکېلې خواوې دې د اورکم موده اوږده او دایمي اوربند دې وکړي. په ملي شورا کې د خلکو استازي هم د اورکم ملاتړ او ددایمي سولې غوښتنه کوي. دوی وايي نړیواله ټولنه دې د افغان سولې په تړاو د روانو مذاکراتو هدف په بشپړ ډول افغان سوله وګڼي او د سولې مذاکرات دې د خپلو ګټو قرباني نکړي. د تاوتریخوالي کموالی یا اور کم داسې مهال د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی، چې له تېرې شنبې ورځې راهیسې هېواد کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ پیل شوې او سبا شنبه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسیکیږي.





























