د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، يو ځل بيا د لويو بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې اجرايي مدير سميع الله وويل چې له نن سهار راهيسې په سالنګونو کې سخته واوره وريدلې چې له امله يې دغه لويه لار د ټيلري موټرو پرمخ تړل شوې ده. د هغه د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ٢٣ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې ٤٥ سانتي متره دى.





























