ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سبا کابل ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړه یو ګډه اعلامیه اعلان کړي. د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، چې دا د هغه ژمنو تازه والی دی چې امریکا او نړیواله ټولنه یې له افغانستان سره لري. تر دا مهاله خپله د امریکا دفاع وزارت او ناټو افغانستان ته د دوغو لوړپوړو چارواکو د سفر په اړه څه نه دي ویلي. د امریکا او ناټو دغه لوړپوړي چارواکي داسې مهال کابل ته راځي، چې ټاکل شوې سبا د قطر مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یو تړون لاسلیک شي.





























