د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل په ګډون د څلورو ولايتونو د کرونا ناروغۍ د لسو شکمنو پېښو پايلې هم منفي وې. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، چې تېره ورځ له کابل څخه پنځه، له هرات ولايت څخه درې، له بغلان او غور ولايتونو څخه يوه يوه د کرونا شکمنې پېښې د معايناتو لپاره کابل ته استول شوي وو. هغه وايي چې د يادو ټولو پېښو پايلې منفي دي. ده زياته کړه چې له هرات ولايت څخه د نهو نورو شکمنو پېښو نمونې هم را استول شوي چې پايله به يې سبا له خلکو سره شريکه شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز اعلان وکړ چې د کرونا ناروغۍ يوه مثبته پېښه په هرات کې ولايت کې ثبت شوې ده.





























