سپينې ماڼۍ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ايستلو وخت نږدې شوی دی. په اعلامیې کې د ډونالډ ټرمپ له خولې لیکل شوي که طالبان او د افغانستان حکومت خپلې وعدې عملي کړي نو د امریکايي ځواکونو ایستلو لپاره به لاره هواره شي. ټرمپ په قطر کې روان مذاکرات په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړین ګام بللی او ویلي یې دي چې هېڅکله به په افغانستان کې کومې تروریستي ډلې ته د فعالیت اجازه ورنکړي. د اعلامیې په یوې برخې کې ویل شوي چې ډیر ژر به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو سره د یوه هوکړه لیک د امضا کېدو شاهد وي او د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر به د افغانستان د حکومت چارواکو سره ګډه اعلامیه خپره کړي. سپینې ماڼۍ دغه اعلامیه په داسې وخت کې خپره کړې چې نن په قطر کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک امضا کیږي.





























