د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې له امریکا سره په لاسلیکېدونکي تړون کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یادونه شوې او تمه ده چې د اورکم موده وغځول شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په تېرو شپږو ورځو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د طالبانو دې سرچینې ویلي چې د دې هوکړې یوه ماده کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به په تاوتریخوالي او جګړه کې د پام وړ کموالي رامنځته کیږي. د دې سرچینې په وینا له دې مطلب دادی چې د تېرې اونۍ په څېر حالت به دوام کوي. د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ د رواني فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه او تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده.





























