هند د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک ملاتړ او هرکلی کړی دی. هندي چارواکو ویلي دوی هیله لري چې دغه هوکړه وکړی شي په افغانستان کې د کلونو اوږده جګړه پای ته ورسوي. هند وایي چې په قطر کې د هند سفیر به هم په دغه مراسمو کې ګډون وکړي. دا لومړی ځل دی چې هند د طالبانو په حضور کې په یوه غونډه کې ګډون کوي. د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نن د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیکېږي. په دې غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي. طالبانو ویلي چې د ۲۶ هېوادونو استازي به د سولې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې حضور ولري.





























