اروپايي ټولنه وایي د افغانستان د سولې پروسه ددوی له ملاتړ برخمنه ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي هیله ده چې نن د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او په افغانستان کې روانه اوږده او پېچلې جګړه پای ته ورسوي. دده په خبره هیله لري چې طالبان او امریکا پر خپلو ژمنو او د معاهداتو روح ته ژمن پاتې شي او دا مسئله ددایمي سولې سبب شي. کوبیا وایي د سولې لاسلیکېدونکې هوکړه به د بین الافغاني خبرو سبب شي او دا پروسه ټوله د اروپايي ټولنې له ملاتړ برخمنه ده.





























