د سولې هوکړه باید د حق غوښتونکو غږ چوپ نه کړي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي افغانانو له کلونو راهیسې د سولې راتګ ته انتظار کړی دی او ددې تمه ده چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي. دغه ادارې بیا ویلي چې په افغانستان کې اوږدې جګړې قربانۍ اخیستې دي او دغه هوکړه باید ددې سبب نه شي چې د حق غوښتونکو او قربانیانو غږ چوپ کړي. د بښنې نړیوال سازمان همدا راز وایي چې دغه هوکړه باید د ښځو او اقلیتونو حقوق خوندي کړي او ددې سبب نه شي چې په دې برخه کې د کلونو لاس ته راوړنې ضایع شي.





























